سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا کرونا د کپيټلېزم د پای نښه ده؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا کرونا د کپيټلېزم د پای نښه ده؟

خبر:

نن کپیټلېزم له یوې وېروونکې وبا سره مخ دی. که څه هم کووېډ-۱۹ ویروس به له یو تر څلور سلنې اخته خلک له منځه یوسي، خو دا به پر هغه مغلق اقتصاد اغېزه ولري چې په ۱۳۴۰ لسیزه کې څرګند شو او متزلزل جیوپولیټیک نظم یې درلود. د دغه ویروس اغېزه به پر یوه داسې ټولنه وي چې د مخه د اقلیم بدلون خرابه کړې ده.

تبصره:

بخاري له عایشې رضی الله عنه څخه روایت کړی چې هغې وویل، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د وبا په هکله پوښتنه وکړه هغه وویل:

«أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا مُحْتَسِبًا يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّاكَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

ژباړه: هغه یو عذاب و چې الله سبحانه و تعالی به پر هغه چا چې خوښه به یې وه، نازل کړو او الله د مومنانو لپاره رحمت ګرځولی، پر هغه چا چې په یو ځای کې اوسېږي او که وبا رامنځته کېږي او هغه په هماغه ځای کې صابر پاتې کیږي او ایمان لري چې پر ده به له هغه پرته بل څه نه راځي چې الله هغه ته مقرر کړي، نو هغه ته الله سبحانه وتعالی د شهید اجر ورکوي.

په ځمکه کې کابو ۷.۶۵ میلیارده انسانان ژوندکوي. پوهان په دې اند دي چې د کووېډ-۱۹ د مړینې کچه له ۱ تر ۳ سلنې ده. دې وبا نه یوازې نړۍ په ګونډو کړې، بلکې هغه ادعا یې تر پوښتنې لاندې راوستلې چې کپیټلېزم یې د بشریت لپاره سم اقتصادي سیسټم ګڼلو.

حکومتونه په ګونډو شوي، د حللارې لپاره یې هڅې هم ناوخته دي. صحي کارکوونکي وخت لټوي چې دغه توفان ته حل لاره ومومي. لوی کپیټلیستي هېوادونه په دې کې راګیر دي چې د اقتصاد ملاتړ (یا د کمو خلکو د مفاد او شتمنۍ ملاتړ) وکړي او که د ډېرو خلکو ژوند وساتي او بالاخره کپیټلېزم په داسې حالت کې دی چې د ټولنې له نړېدو ساتنه وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم اسلامي نظام داسې پلی کړ چې د زر کلونو لپاره یې له خپلو ښاریانو څخه ملاتړ وکړ، په ځانګړې توګه د بېلابېلو طاعونونو او بحرانونو د رامنځته کېدو پر مهال یې له بېوزله کسانو ملاتړ کړی. دغه نظام له خلافت بهر ټولنو ملاتړ ته هم ورځغاستل. د هغه پیاوړی حقیقي اقتصاد له ماتې او داسې ناوړه حالت او د کپیټالیستي نوساناتو سره نه مخ کېدو. په خواشینۍ سره اوس امیرالمومنین نشته چې پر موږ پام وساتي، په ځانګړې توګه اوسمهال چې زموږ بې وسلې او بېوزله وروڼه چې په فلسطین، ادلیب، میانمار، کشمیر، هند، سریلانکا او شرقي ترکستان کې تر شکنجې لاندې دي.

او اوس هم د دې وبا په وضعیت کې ځینې دیکتاتوران ډېرې هڅې کوي چې اسلام سیکولر کېدو لوري ته بوځي. هغوی غواړي چې موږ دا هېر کړو چې اسلام یو پیاوړی او هر اړخیز نظام لري چې موږ راټولولای شي او زموږ څخه ملاتړ کولای شي. پر ځای یې غواړي چې موږ په خپلو کورونو کې و اوسو او پر انفرادي مفکورو تمرکز وکړي. هغوی د مسجدونو د بندولو په فکر کې دي او غواړي تراوېح لمونځ په کورونو کې تر سره شي، خو هغوی پر دې فکر نه کوي چې اسلام له صحنې ایستل شوی او باید بېرته په ژوند کې پلی شي او حاکمیت د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر بنسټ پر مخ لاړ شي، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په عدالت سره پلی کړی و.

دا وبا باید یو اخطار وي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ] [البقره: ۲۰۸]

ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، اسلام په کافي کچه پلي کړی او د شیطان له وسوسو پیروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.

دا پر مخلص مسلمان غږ دی چې ټول اسلام پلي کړي؛ ځکه بشپړ دین دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی، له عباداتو نیولې تر قانون او معاملاتو او د اسلام تګلاره او د نبوت پرمنهج خلافت. یوازې همدا به اسلامي ژوند له سره پیل کړای شي او له امت څخه به ملاتړ وکړي او نړۍ ته به عدل راوړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د محمد حمزه لخوا

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې